د ازموینو عمومي اداره ټولو په شرایطو پوره داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د 22 قلمه د چاپ ماشینونو او OMR پرزو وسایلو برابرول د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وكړي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې کاپي په فلش ډيسک(حافظه) کې د ازموینو عمومي ادارې تداركاتو عمومي مديريت څخه، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې، د یفتليانو کوڅې، د سيټي سنټر شاته، د پخواني کورنیو چارو وزارت د سړک په غاړه موقیعت لري، د افغانستان د برښننایي او پرانیستو تدارکاتو سیستم څخه ترلاسه کړي او داوطبان باید خپل آفرونه په شرطنامه کې له ذكر شويو شرطونو، تداركاتو قانون او طرز العمل سره سم په مهر او سربسته ډول د (۱۴۰۵/۵/۱۰) نېټې پورې د ازموینو عمومي ادارې تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري. وروسته له وخته او د انټرنېټ له لارې رارسيدلي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفرونو د پرانیستلو غونډه به په (۱۴۰۵/۵/۱۰ ) نېټه، د شنبې ورځ سهار ۱۰:۰۰ بجې د ازموینو عمومي ادارې تدارکاتو په عمومي مديريت کي ترسره کېږي. همدارنګه ټول داوطلبان مکلف دي، چې د آفر د تضمین پر ځای ، د آفر د تضمین اظهار نامې فورمه د شرط پاڼې د نورو اړوندو فورمو تر څنګ په بشپړه توګه ډکه، لاسلیک او مهر کړي او د خپل آفر سره یې وړاندې کړي.