د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموینې دویم نمره! محمد نذیر "ستانکزی" د محمد طاهر "ستانکزي" زوی د ارواښاد الحاج ملا صاحب ګل حبیب"ستانکزي" لمسی. د لوګر ولایت د مرکز پل علم اوسېدونکی په ۱۳۸۴/۹/۹ نېټه، په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی، لومړنۍ زده کړې یې د پادخواب شاني په متوسطه ښوونځي کې او د لیسې دوره یې د کابل په پامیرنوین لیسه کې په لومړۍ درجه سرته رسولي دي. محمد نذیر په ۱۴۰۴هـ.ش کال کانکور عمومي آزموینه کې ګډون کړی او د (۳۵۶.۵۷۴۱۴)نمرو په اخیستلو سره یې د هیواد په کچه دویم مقام خپل کړی او د کابل ابوعلی ابن سینا طبي علومو پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.