د ازموینو عمومي ادارې له لوري د دفاع وزارت اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه ؓ، حضرت اسامه بن زید ؓ او حضرت معاذ بن جبل ؓ اکاډمیو کادري استادي بستونو ازموینه په خورا منظم او شفاف ډول واخيستل شوه. د یادې ازموینې پرانیسته د ازموینوعمومي ادارې استازو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه. د دفاع وزارت اړوند د حضرت ابودجانه بن خرشه ؓ، حضرت اسامه بن زید ؓ او حضرت معاذ بن جبل ؓ اکاډمیو کادري استادي بستونو ازموينه نن جمعه د (غویي/ثور۲۵ مه) نېټه د ازموینو عمومي ادارې په تالار کې په خورا منظم او بریالي ډول واخیستل شوه. د ازموینو عمومي ادارې له لوري ټولې ډله ییزې ازموینې د بشپړ شفافیت او عدالت اصل په نظر کې نيولو سره ترسره کېږي او هېڅ انساني لاسوهنه په کې امکان نه لري.