د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کانکور دویم پړاو لومړۍ ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ پيل شوه.
Published on: **2026-05-21 04:24:46** | Views: 17
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کانکور دویم پړاو لومړۍ ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ پيل شوه.
د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، بلخ، خوست او زابل) شامل دي.
د دغه پړاو د ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلومات د ثور میاشتې په (۲۹ مه او ۳۰مه) نېټه ثبت شول او د لومړۍ ورځې ازموينه يې نن پنجشنبه اخيستل کېږي.
په يادو ولايتونو کې به سبا جمعه هم ازموينه واخيستل شي او همدارنګه د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا مياشتې په (۲ مه) نېټه ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره د روڼتیا، عدالت او باور پر بنسټ ټولې ډلهییزې ازموینې په بشپړې بېطرفۍ سره ترسره کوي او پایلې یې د هر ډول انساني لاسوهنې څخه خوندي، په خورا شفاف او باوري ډول اعلانوي.