د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلومات ثبت شول.
Published on: **2026-05-19 11:43:15** | Views: 38
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلومات ثبت شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان درې حوزې(مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نورستان) شامل دي، چې د داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو ثبت يې نن سهار (۶ بجې) پيل او د مازديګر تر (۴ بجو) پورې يې دوام درلود.
د دغه پړاو د دويمې ورځې ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلومات به سبا ورځ چهارشنبه (غويي/ثور ۳۰ مه) نېټه ثبت شي.