د ۱۴۰۵ کانکور لومړۍ ورځې ازموينه په خورا شفاف او منظم ډول واخيستل شوه.
Published on: **2026-05-17 07:18:46** | Views: 37
د ۱۴۰۵ کانکور لومړۍ ورځې ازموينه په خورا شفاف او منظم ډول واخيستل شوه.
د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په لومړي پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۵) ولایتونه (میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور) او د بدخشان پنځه حوزې( فیض اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان) شامل دي.
په يادو ولايتونو کې به سبا جمعه هم ازموينه واخيستل شي او همدارنګه د میدان وردګ او کنړ ولایتونو د درېیمې ورځې ازموینه به د غويي/ثور میاشتې په (۲۶ مه) نېټه د شنبې په ورځ واخیستل شي.
دغه راز نن پنجشنبه(غويي/ثور ۲۴ مه) نېټه د بدخشان ولايت درواز او خواهان حوزو اړوند داوطلبانو بايومتريک معلومات ثبت شول، چې سبا جمعه(غويي/ثور ۲۵ مه) نېټه به يې ازموينه واخيستل شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــ