د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
Published on: **2026-05-19 04:24:43** | Views: 31
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو د لومړۍ ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان درې حوزې(مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نورستان) شامل دي، چې د داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ يې نن سهار (۶ بجې) پيل شوې او تر سبا(چهارشنبه) مازديګر (۴ بجو) پورې به دوام ولري.