د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو د دويمې ورځې ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلومات ثبت شول. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان درې حوزې(مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نورستان) شامل دي، چې د داوطلبانو د بايومتريک معلوماتو ثبت يې نن سهار (۶ بجې) پيل او د مازديګر تر (۴ بجو) پورې يې دوام درلود. د دغه پړاو ازموینه به د غويي/ثور میاشتې په (۳۱مه او د جوزا مياشتې په لومړۍ) نېټه واخیستل شي. همدارنګه د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا مياشتې په (۲ مه) نېټه ترسره شي.