د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کانکور لومړۍ ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ پيل شوه.
Published on: **2026-05-17 07:14:04** | Views: 42
د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کانکور لومړۍ ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ پيل شوه.
د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په لومړي پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۵) ولایتونه (میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور) او د بدخشان پنځه حوزې( فیض اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان) شامل دي.
د دغه پړاو د ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلومات د ثور میاشتې په (۲۲ مه او ۲۳مه) نېټه ثبت شول او د لومړۍ ورځې ازموينه يې نن پنجشنبه اخيستل کېږي.
په يادو ولايتونو کې به سبا جمعه هم ازموينه واخيستل شي او همدارنګه د میدان وردګ او کنړ ولایتونو د درېیمې ورځې ازموینه به د ثور میاشتې په (۲۶ مه) نېټه د شنبې په ورځ واخیستل شي.
د ازموینو عمومي اداره د روڼتیا، عدالت او باور پر بنسټ ټولې ډلهییزې ازموینې په بشپړې بېطرفۍ سره ترسره کوي او پایلې یې د هر ډول انساني لاسوهنې څخه خوندي، په خورا شفاف او باوري ډول اعلانوي.