د ۱۴۰۵ کانکور دویم پړاو لومړۍ ورځې ازموينه په خورا شفاف او منظم ډول واخيستل شوه. د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، بلخ، خوست او زابل) شامل دي. په يادو ولايتونو کې به سبا جمعه هم ازموينه واخيستل شي او همدارنګه د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا مياشتې په (۲ مه) نېټه ترسره شي.