د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور لومړي پړاو دويمې ورځې ازموينه په شفاف ډول واخيستل شوه. د دغې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په لومړي پړاو ازموینه کې ( میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور) ولايتونه او د بدخشان ولايت پنځه حوزې( فیض اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان) شامل دي، چې نن يې ازموينه په منظم، جدي څار او شفاف ډول واخيستل شوه. د میدان وردګ او کنړ ولایتونو د درېیمې ورځې ازموینه به سبا (شنبه، غويي/ ثور ۲۶ مه) نېټه واخیستل شي. د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.