د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور ازموینې له بهیر او صحنو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د لیدنې پر مهال د ازموینې له ګډونوالو او مسؤولینو سره خبرې وکړې او زده کوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې سږنی کانکور د بشپړ شفافیت، نظم او معیاري اصولو پر بنسټ ترسره کېږي او په ټوله پروسه کې د هر ډول انساني لاسوهنو امکان له منځه وړل شوی دی. الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني څرګنده کړه، چې د بایومتریک معلوماتو ثبت، تخنیکي سیستمونو کارول او د ازموینو عمومي ادارې ځانګړي تدابیر د دې لامل کېږي، څو هر ګډونوال خپل حق ته په عادلانه او روڼ ډول ورسېږي. هغه همداراز له ټولو مسؤولینو وغوښتل، چې د کانکور پروسې د لا ښه تنظیم، شفافیت او مؤثر ترسره کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او له ازموینو عمومي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي. بلخوا، د هرات ولایت مسؤولینو د نوموړي د سفر هرکلی کړی او د کانکور بهیر یې د هېواد د ځوانانو لپاره مهم، برخلیک ټاکونکی او ارزښتناک عمومي بهیر وباله او په دې برخه کې یې د بشپړې همغږۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.