د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج شیخ دوکتور عبدالباقي حقاني په مشرۍ، د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور لومړي پړاو ازموینې اخیستلو په موخه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د کانکور ازموینې د شفاف، منظم او معیاري ترسره کېدو په اړه هراړخیزې خبرې وشوې او اړوندو مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، څو د ازموینې ټولې چارې له بشپړ نظم، دقت او شفافیت سره ترسره شي. همداراز د ازموینې پر مهال داوطلبانو ته د اسانتیاوو برابرولو، د ازموینو محلونو څخه جدي نظارت ترسره کولو، د ستونزو د مخنیوي او پر وخت حل او د ازموینې د صحنو د منظم مدیریت په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول. د ازموینو عمومي ادارې مشرتابه ټینګار وکړ، چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې به د بشپړ شفافیت، عدالت او د ګډ مسؤولیت له احساس سره ترسره کېږي او د ازموینې له بهیر څخه به په دوامداره توګه څارنه کېږي.