د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو دويمې ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ نن سهار پيل شوه.
Published on: **2026-05-22 04:59:48** | Views: 21
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو دويمې ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ نن سهار پيل شوه.
د دغې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو ازموینه کې د هېواد (۱۸) ولایتونه (پنجشېر، لغمان، کندز، جوزجان، کندهار، بامیان، پکتیا، تخار، سمنګان، فراه، هلمند، دایکندي، ننګرهار، نیمروز، بلخ، خوست او زابل) او د نورستان درې حوزې(مرکزي نورستان، شرقي نورستان او غربي نورستان) شامل دي، چې نن يې ازموينه اخيستل کېږي.
د ننګرهار ولايت د درېيمې ورځې ازموينه به د جوزا مياشتې په (۲ مه) نېټه ترسره شي.
د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.