د ۱۴۰۵ کال د ګرمسېرو(ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز) ولایتونو اختصاصي (څوارلسمو ټولګيو فارغانو) او د يادو ولايتونو ترڅنګ په (زابل او ارزګان) ولايتونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتیایي علومو انسټیټیوټونو خروجي(ايګزيټ) ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د يادو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن پنجشنبه، د سرطان/چنګاښ میاشتې په (۴مه) نېټه، د سهار له (۶) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري. په دې بهیر کې د اړوندو ازموینو د ټولو ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو پروسو له مخې ثبتېږي، ترڅو د ازموینې بهیر په بشپړ شفافیت، دقت او عدالت سره ترسره شي او د ټولو ګډونوالو حقونه خوندي پاتې شي.