د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو تنو مخکښو بریالیو د ستاینې او تقدیر مراسم ترسره شول. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو تنو مخکښو بریالیو د ستاینې او تقدیر مراسم د ځانګړې غونډې په ترڅ کې ترسره شول. په دغو مراسمو کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني، د امارتي ادارو مسؤولینو، د خيريه بنسټونو مؤسسينو، رسنیو استازو، مخکښو برياليو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی وو. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو پر مهال وویل: «د هېواد د ابادۍ او پرمختګ مسؤولیت د افغانانو پر اوږو دی او هېڅوک به له بهر څخه را نه شي چې افغانستان جوړ کړي.» ښاغلي حنفي زیاته کړه: «اسلامي امارت د هېواد د ځوانانو په خدمت کې دی او د لوړو زده کړو مسؤولین، علمي کادرونه او اړوند بنسټونه ټول د محصلینو د ملاتړ او خدمت لپاره خپلې هڅې کوي.» د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ځوانانو وغوښتل، چې له خپل دين او وطن سره د خدمت او وفادارۍ ژمنه وکړي او د خپلې پوهې، وړتیا او تخصص په مټ د افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي. د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د خبرو پرمهال وویل: «د لسو تنو مخکښو بریالیو د تقدیر مراسم د ازموينو عمومي ادارې لپاره د خوښۍ ځای دی او دې ادارې خپل مسؤولیت د الله تعالی په فضل، په بشپړ عدالت، امانتدارۍ او شفافیت سره ترسره کړی او د هر ګډونوال حق یې خوندي ساتلی دی.» ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې دغه بریالي د کوم ځانګړي مقام یا نفوذ له مخې نه؛ بلکې د خپلو کورنیو د کلونو هڅو، زحمتونو او د خپلو شخصي هڅو په پایله کې دې مقام ته رسېدلي دي. محترم شيخ صاحب ټینګار وکړ، چې ځوانان باید د دیني او عصري علومو په زده کړه د هېواد د پرمختګ، ځان‌بسیاینې او آبادۍ لپاره کار وکړي او خپل علم د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ولس د خدمت وسیله وګرځوي. ښاغلي حقاني همدارنګه وویل: «اسلامي نظام د دیني او عصري علومو د پیاوړتیا او د ځوانانو لپاره د زده کړو د مناسبې زمینې برابرولو ته ژمن دی.» د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي مرستیال مولوي غلام سعيد احساس په خپلو خبرو کې د علم او پوهې ارزښت ته په اشارې وویل: «د ځوانانو بریا د ټول ملت بریا ده او حقیقي کامیابي په هغه ګټور علم کې ده، چې د هېواد او ولس د خدمت لامل شي.» نوموړي له بریالیو زده کوونکو وغوښتل، چې خپلې زده کړې د ټولنې د ستونزو د حل، پرمختګ او هوساینې لپاره وکاروي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي شېر احمد حقاني د بریالیو زده‌کوونکو د هڅونې او ستاینې دا ډول مراسم د خوښۍ وړ وبلل او ويې ویل: « زده کړو ته د ځوانانو تشويق په موخه د داسې مراسمو جوړول د ستاينې وړ دي او د ازموينو عمومي ادارې ټولې کړنې د ستايلو وړ دي.» د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزير د ازموینو عمومي ادارې ټولې پروسې شفافې وبللې او زياته يې کړه: « د دې ادارې د شفافو او عادلانه پروسو له امله د ګډونوالو حقونه خوندي پاتې شوي او تل يې حق حقدار ته سپارلی دی.» د اوبو او انرژۍ وزارت پخواني سلاکار دوکتور فاروق اعظم په خپلو خبرو کې وویل: «د مخکښو زده‌کوونکو ستاینه د علم د ارزښت او د راتلونکي نسل د هڅونې څرګندونه کوي.» د نوموړي په وینا، د ازموینو عمومي ادارې منظم او شفاف بهیر په هېواد کې د سالمې سیالۍ، علمي ودې او فرهنګي پرمختګ زمینه پیاوړې کړې ده. د مراسمو په پای کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو لس تنه مخکښ بریالي په ستاینلیکونو او ډالیو ونازول شول.