د کندز زون د ازموینو چارو تنظیم آمر او کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه.
Published on: **2026-02-25 09:52:47** | Views: 2,595
د ازموینو ملي ادارې د کندز زون د ازموینو چارو تنظیم آمر مولوي ضیاءالرحمن بسام، د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له رئیس مولوي صیاد عمري سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د متعلمينو د نومليکنې په اړه خبرې وشوې او په کانکور ازموينه کې د رامنځته شوو اسانتياوو په اړه معلومات شريک شول.
په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس د زونونو په کچه د ازموینو چارو د آمریتونو جوړېدل یو اغېزمن ګام وباله او دواړو لورو د ګډې همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.