د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو درېیمې ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ په ننګرهار ولایت کې نن سهار پيل شوه.
Published on: **2026-05-23 05:25:54** | Views: 13
د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور دویم پړاو درېیمې ورځې ازموينې اخيستلو لړۍ په ننګرهار ولایت کې نن سهار پيل شوه.
د دغې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوند ولايت کې د ځايي مسؤولينو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور په دویم پړاو درېیمې ورځې ازموینه کې یوازې ننګرهار ولایت شامل دی، چې نن يې ازموينه اخيستل کېږي.
د ازموینو عمومي اداره د شفافو پروسو له لارې ټولې ډله ييزې ازموينې په شفافه توګه اخلي او پايلې يې د عدالت پر بنياد چمتو او اعلانوي.