د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه.
Published on: **2026-03-17 09:08:36** | Views: 33
ياده ازموينه چې د ازموینو ملي اداره کې ترتيب شوې وه، د ازموینې پوښتنو صندوق د دې ادارې، ماليې وزارت اړوند مسؤولینو او ممتحن استادانو په حضور کې، د ګډونوالو پر وړاندې پرانیستل شو.
د ازموینو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولې رقابتي ازموینې به د عدالت او شفافیت پر بنسټ ترسره کوي او وړ کسان به اړوندو ادارو ته ورپېژني.