د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر ترسره شو! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په (۲۹مه) نېټه، چې د سهار له (۷) بجو څخه پیل شوی و، د مازدیګر تر (۴) بجو پورې په منظم، شفاف او بریالي ډول ترسره شو. په دې بهیر کې د ماسټرۍ برنامو ازموینې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو پروسو له مخې ثبت شول، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په بشپړ شفافیت، دقت او عدالت سره ترسره شي او د ګډونوالو حقونه په خوندي ډول وساتل شي. د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه به سبا سه‌شنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په (۳۰مه) نېټه، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شي. له ټولو ګډونوالو غوښتنه کېږي، چې په ټاکلي وخت او له اړینو اسنادو سره د ازموینې په مرکز کې حاضر شي.