د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه.
Published on: **2026-04-25 11:39:38** | Views: 63
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه.یاده پروسه نن شنبه، د روان ۱۴۰۵ کال د غویي/ثور میاشتې په ( ۵ مه) نېټه د سهار له اووه نیمې بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو پورې یې دوام درلود. په دې پروسه کې د یادې ازموینې ټولو ګډونوالو د بایومتریک معلومات يې د ازموینو عمومي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، څو ازموينه یې په شفاف او منظم ډول ترسره شي. د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزارت د ملکي او نظامي ټرينري تخصص بستونو به سبا یکشنبه (غویي/ثور،۶ مه) ڼېټه په کابل پوهنتون کې واخستل شي.