د يادو ازموينو د پرانیستې مراسمو کې ځايي مسؤولینو، د پوهنتون رهبري غړو، د ازموینو عمومي ادارې پلاوو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو حضور درلود. د ازموينو عمومي ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال ګرمسېرو (ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز) ولايتونو اختصاصي( د څوارلسمو ټولګیو فارغانو) ازموينه او همدارنګه د یادو ولایتونو ترڅنګ، په (زابل او ارزګان) ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتیايي علومو انسټیټیوټونو خروجي (ایګزیټ) ازموینه په منظم او شفاف ډول واخیستل شوه. دغه راز د ازموینې له صحنو څخه جدي څارنه ترسره شوه او د ازموینو بهیر له هر ډول ستونزو پرته بشپړ شو. همدارنګه د ګرمسېرو ولایتونو د څوارلسمو ټولګیو فارغان به د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۵ کال د جذب پروسې له مخې تحصيلي بنسټونو ته معرفي کېږي. د ازموينو عمومي اداره ټولې ډله ييزې ازموينې په خورا منظم او شفاف ډول اخلي او د ازموينو پايلې د ځانګړو تخنيکي سيستمونو له لارې له انساني لاس وهنې څخه خوندي چمتو او اعلانوي.