د کابل علمي څېړنو ادارې، د دفاع وزارت اړوند نظامي طب بستونو او د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د کانکور ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
Published on: **2026-07-17 07:16:38** | Views: 88
د کابل علمي څېړنو ادارې، د دفاع وزارت اړوند نظامي طب بستونو او د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د کانکور ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل علمي څېړنو ادارې بستونو، د دفاع وزارت اړوند نظامي طب بستونو او د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون ازموینو د ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن پنجشنبه چې د ۱۴۰۵ کال د سرطان (چنګاښ) میاشتې په ۲۵مه نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود ترسره شو.
په دې بهیر کې د یادو ازموینو د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو کړنلارو له مخې ثبت شول، څو د ازموینو بهیر په بشپړ شفافیت، عدالت او دقت سره ترسره شي او د ټولو ګډونوالو حقونه خوندي پاتې شي.
د يادو بستونو ازموينه به سبا جمعه، د ۱۴۰۵ کال د سرطان (چنګاښ) میاشتې په (۲۶مه) نېټه د کابل پوهنتون په ټاکل شویو محلونو کې واخیستل شي.