د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو دویم پړاو ازموینه په خورا منظم او شفاف ډول واخيستل شوه.
Published on: **2026-04-16 11:55:23** | Views: 90
د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو دویم پړاو ازموینه په خورا منظم او شفاف ډول واخيستل شوه.
د یادې ازموینې پرانیسته د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال الحاج شیخ رحیمالله حقاني، د ازموینو ملي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه.
د کابل پوهنتون د ماسټرۍ( ښوونیز مدیریت، اداره او عامه پالیسي، د وترنرۍ طب، کلینیکي فارمسي، صنعتي کیمیا، پښتو ژبه او ادبیات، دري ژبه او ادبیات، هایدرو لوژي او ډله ییز ارتباطات) برنامو دویم پړاو ازموینې ته نږدې (۷۰۰) تنو نوملیکنه کړې وه، چې ازموينه يې نن پنجشنبه د (وري ۲۷مه) نېټه په کابل پوهنتون کې په بریالیتوب سره واخیستل شوه.
د کابل پوهنتون ماسټرۍ(جزا حقوق او جرم پېژندنه، د کرنیزې سوداګرۍ مدیریت، عمومي ارواپوهنه، افغانستان پېژندنه، عربي ژبه او ادبیات، هستوي فزیک، هارټیکلچر، نړیوالې اړیکې، اګرانومي او ایکالوژي) برنامو درېيم پړاو ازموينې داوطلبانو ته به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ(غوايي/ ثور ۲ مه) نېټه کارتونه ووېشل شي او د بايومتريک معلومات به يې ثبت شي.