د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
Published on: **2026-09-03 05:23:30** | Views: 60
د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
د ازموينو عمومي ادارې له لوري د بلخ پوهنتون (مالي او حسابي چارې، دري ژبې او ادبيات، خصوصي حقوق، اګرانومي او تاريخ)، تخار پوهنتون (فقه او قانون)، هرات پوهنتون (فقه او قانون، سوداګرۍ اداره، دري ژبې او ادبيات او د کرنيزو فارمونو مديريت) او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (د افغانستان تاريخ په منځنۍ دوره کې او بشري جغرافيه) ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري.
د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې ترسره کېږي، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په منظم، شفاف او باوري ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د ذکر شويو برنامو ازموینه به سبا جمعه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۳مه) نېټه، په اړوندو پوهنتونونو کې او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه به په ازموینو عمومي اداره کې واخیستل شي.