د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه.
Published on: **2026-02-17 08:06:19** | Views: 2,812
د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه.
ياده ازموينه چې په کابل پوهنتون کې ترتيب شوې وه، د ازموینې پوښتنو صندوق د ازموینو ملي ادارې، کابل پوهنتون او مربوطه ادارې مسؤولینو او ممتحن استادانو په حضور کې، د ګډونوالو پر وړاندې پرانیستل شو.
د ازموینې بهیر د ازموینو ملي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال الحاج شیخ رحیمالله حقاني، د ازموینو ملي ادارې پوښتنو بانک چارو تنظیم رئیس مولوي معلم احمد حقاني، مالي او اداري چارو رئیس مولوي عتیق الله شینواري، د مقام دفتر مسؤول استاد احمد نوید نوري او اړوندو څانګو مسؤولینو له لوري وڅارل شو.
د ازموینو ملي اداره ژمنه ده، چې ټولې رقابتي ازموینې به د عدالت او شفافیت پر بنسټ ترسره کوي او وړ کسان به اړوندو ادارو ته ورپېژني.