د ننګرهار او خوست شيخ زايد پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
Published on: **2026-10-01 05:10:22** | Views: 167
د ننګرهار او خوست شيخ زايد پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون(فقه او قانون، قضاء او څارنوالي، انګليسي تطبيقي ژبپوهنه، پښتو ژبه او ادبيات، سوداګرۍ اداره، تفسير او حديث، بڼوالي، اګرانومي او کرنيزو توليداتو ځنځيري ارزښت مديريت) ماسټرۍ برنامو او د خوست شيخ زايد پوهنتون (جزاء حقوق او جرم پېژندنه او پښتو ژبه او ادبيات) ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ نن سهار (۷) بجې پيل شوې، چې د غرمې تر (۱۲) بجو پورې به دوام ولري.
د يادو داوطلبانو ازموينه به نن(پنجشنبه، تلې ۹ مه) ماسپښېن(۲) بجې په اړوندو امارتي پوهنتونونو کې واخيستل شي.