د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه.
Published on: **2026-10-09 09:09:20** | Views: 129
د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه.
د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار ډاکټر احمد شاه شکوهمند، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي اسدالله فرید، د ازموینې مسؤولینو او د ازموينې ګڼ شمېر ګډونوالو ګډون کړی وو.
د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، په خپلو خبرو کې وویل، چې افغان ډاکټرانو د تاریخ په اوږدو کې په اسیا کې ځانګړی شهرت درلود، خو د وخت د ستونزو او کورنیو جګړو له امله په دې برخه کې د هېواد وړتیاوې کمزورې شوې دي.
نوموړي هیله څرګنده کړه، چې ځوان ډاکټران به د خپلو علمي هڅو، مسلکي وړتیاوو لوړولو او نه ستړې کېدونکو کوښښونو له لارې یو ځل بیا افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا کړي.
ښاغلي حقاني زیاته کړه:« د تېرو جګړو او ستونزو له امله زموږ د ملت اقتصادي وضعيت کمزوری شوی او د ناروغيو پر مهال نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه د تګ توان نه لري. که دغه ځوانان ډېر زحمت وباسي او په دې برخه کې علمي هڅې وکړي، باور لرم چې هېوادوال به مو نورو هېوادونو ته له تګ څخه بې نیازه شي.»
په ورته وخت کې، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار ډاکټر احمدشاه شکوهمند، د ازموینو عمومي ادارې د ازموينې اخيستلو ټولو پروسو کې د شته شفافیت ستاینه وکړه او یاده اداره یې د هېواد په کچه یوه ارزښتناکه او مهمه اداره وبلله.
نوموړي د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د هېڅ یوه ګډونوال حق به نه ضایع کېږي او هغه کسان چې د ازموینې لپاره يې چمتووالی نیولی د خپلو علمي وړتیاوو له مخې به ښې نمرې ترلاسه کړي او بریالي به شي.
د يادې ازموينې له صحنو څخه د ازموينو عمومي ادارې عمومي رئيس الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني، د طبي شورا عمومي رئيس ډاکټر فقير محمد زيار او بېلابېلو مسؤولينو لېدنه ترسره کړه او د ازموينې ګډونوالو ته يې د شفافيت ډاډ ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (ستوماتولوژي) ازموینې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت به د (تلې ۲۲ مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې ترسره شي.