د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینه واخیستل شوه. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د مالیې وزارت اړوند بستونو رقابتي ازموینه نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په (۱۸مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې په شفاف، عادلانه او معیاري ډول ترسره شوه. په دې ازموینه کې د هېواد د بېلابېلو معتبرو پوهنتونونو د اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو هغو ممتازو فارغانو ګډون کړی و، چې د ماليې وزارت له لوري شارټ ليست شوي او د تحريري ازموينې په موخه د ازموينو عمومي ادارې ته معرفي شوي و. د ازموینو عمومي اداره د ټولو رقابتي ازموینو د شفاف، عادلانه او معیاري ترسره کېدو لپاره د اصولو او ټاکل شوو معیارونو له مخې خپل مسؤولیتونه ترسره کوي، ترڅو د وړتیا پر بنسټ د بشري سرچینو د جذب او ګمارنې بهیر لا اغېزمن او د باور وړ شي.