د ازموینو ملي ادارې له لوري د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوق‌الثانویه) ازموینې ګډونوالو بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه په منظمه توګه ترسره شوه. یاد پروسه نن پنجشنبه، د روان ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په (۲۳ مه) نېټه د سهار له اووه بجو پیل او تر مازدیګر څلور بجو پورې یې دوام درلود. د یادې پروسې په جریان کې د ثانویه او ما فوق ثانویه ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلومات د ازموینو ملي ادارې د اصولو له مخې ثبت شول، ترڅو په ازموينه کې بشپړ شفافیت او نظم وساتل شي. د یادونې وړ ده، هغه ګډونوال چې نن ورځ (پنجشنبه) د نه راتګ او ستونزو په اساس د بایومتریک معلوماتو ثبت له پروسې څخه پاتې شوي وي، کولای شي چې سبا (جمعه) د ازموینې په ورځ مخکې له ازموینې څخه خپل د بایومتریک معلومات ثبت کړي، تر څو له ازموینې پاتې نه شي. ټاکل شوې ده چې، یاده ازموینه به سبا (جمعه سلواغې ۲۴مه) په ټاکل شویو (۱۳) حوزو کې په منظم ډول واخیستل شي.