د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې. د ازموینو عمومي ادارې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور، د دیني مدارسو، شپې پوهنځيو، څوارلسمو ټولګيو فارغانو، خارج مرز، اقوام او قبايلو ازموينو پایلې نن دوشنبه(چنګاښ ۱۵ مه) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اعلان کړې. په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ازموينو عمومي ادارې عمومي رئيس الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي مهاجر فراهي، د امارتي ادارو مسؤولینو، استادانو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د وينا پرمهال د ازموینو عمومي ادارې د مسؤولینو او کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او ویې ویل: «د کانکور ازموینه د هېواد د علمي ظرفیتونو د ارزونې او د وړ استعدادونو د پېژندنې لپاره مهم بهیر دی، چې زرګونو ځوانانو ورته د کلونو هڅې او زحمتونه ویستلي دي». ښاغلي مولوي حنفي د يادې ازموینې د ښه ترسره کېدو او په شفاف ډول د پایلو اعلان له امله د ازموینو عمومي ادارې مسؤولینو او ټولو بریالیو ګډونوالو ته مبارکي وړاندې کړه. د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور له چمتووالي تر پایلو اعلان پورې د ټولو پروسو اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي حقاني د خپلو خبرو پرمهال وویل: «کانکور د هېواد د ځوانانو، ولس او نظام یو مهم امانت دی، چې د الله تعالی په فضل، د همکارو ادارو په همغږۍ او د ازموینو عمومي ادارې د کارکوونکو په ګډو هڅو په بشپړ شفافیت، عدالت او امانتدارۍ سره ترسره شو او پایلې یې له ولس سره شریکې شوې.» نوموړي زياته کړه: « ځوانان باید زده کړې یوازې د سند ترلاسه کولو لپاره ونه کړي؛ بلکې د سالم فکر، دیني ارزښتونو، تخصص او هېواد ته د خدمت روحیه هم په ځان کې وروزي، څو د ټولنې علمي او دیني اړتیاوو ته په ښه ډول ځواب وويل شي.» د يادې غونډې پرمهال د امارتي ادارو بېلابېلو مسؤولينو د ويناوو پر مهال د ځوانانو تعليمي، تحصيلي او مسلکي روزنې پر اهمیت خبرې وکړې او د کانکور ازموينې بریالیو ګډونوالو او د هغوی کورنيو ته یې مبارکي وړاندې کړه. د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او اړوندو ازموینو په پایله کې، له نږدې (۱۲۰ زره) تنو ګډونوالو څخه (۴۸۰۸۵) تنه لوړو زده کړو او (۱۷۸۹) تنه نیمه لوړو زده کړو ته بریالي شوي دي.