د ننګرهار او خوست شيخ زايد پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ ترسره شوه.
Published on: **2026-10-01 09:03:41** | Views: 166
د ننګرهار او خوست شيخ زايد پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ ترسره شوه.
د ننګرهار پوهنتون(فقه او قانون، قضاء او څارنوالي، انګليسي تطبيقي ژبپوهنه، پښتو ژبه او ادبيات، سوداګرۍ اداره، تفسير او حديث، بڼوالي، اګرانومي او کرنيزو توليداتو ځنځيري ارزښت مديريت) ماسټرۍ برنامو او د خوست شيخ زايد پوهنتون (جزاء حقوق او جرم پېژندنه او پښتو ژبه او ادبيات) ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت لړۍ نن سهار (۷) بجې پيل شوې وه، چې د غرمې تر (۱۲) بجو پورې یې دوام درلود.
د يادو داوطلبانو ازموينه نن(پنجشنبه، تلې ۹ مه) د ماسپښېن(۲) بجې په اړوندو امارتي پوهنتونونو کې اخیستل کېږي.