د یادې ازموینې پرانستغونډه د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، عامې روغتیا وزارت خصوصي انسټیټیوټونو رئیس مولوي محمد ګلاب راشد، کابل پوهنتون معاونینو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې مسؤولینو په حضور کې ترسره شوه. د پرانیستغونډې په پیل کې د ازموینو ملي ادارې مرستیال شیخ رحیم الله حقاني صاحب په طبي برخو کې د ځوانانو زده کړې او هڅې وستایلې او د هېواد روغتیایي نظام پیاوړتیا لپاره یې مهمې وبللې. ازموینو ملي ادارې مرستیال وویل: دا چې نن په یوه ډاډمنه فضا کې ځوانان ازموینې ورکوي او د خپل راتلونکي او همدارنګه خپلې ټولنې ته د ښه خدمت لپاره هلې ځلې کوي د شکر ځای دی او له دغه رامنځته شوي فرصت څخه باید ښه ګټه پورته شي. نوموړي وویل ازموینو ملي اداره د ځوانانو استعدادونو ته ځانګړې پاملرنه لري او تل هڅه کوي، چې په ډله ییزو ازموینو کې د سهولتونو په رامنځته کولو سره ورته د لا ډېرو زده کړو لارې پرانیزي. هغه همدارنګه ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموینو ملي ادارې ټولې پروسې شفافې دي او هر چاته به خپل حق وسپارل شي. د عامې روغتیا وزارت خصوصي انسټیټیوټونو رئیس مولوي محمد ګلاب راشد په خپلو خبرو کې د ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د روڼتیا څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل دا د خوښۍ ځای دی چې د یادو فارغانو ایګزیټ ازموینه د ازموینو ملي ادارې له لورې اخیستل کیږي. نوموړي وویل د ازموینو ملي ادارې ټولې ازموینې له هر ډول لاسوهنو خوندي او معیاري دي او هر ګډون کوونکی په کې د خپلې وړتیا سره سمې نمرې ترلاسه کوي. د ازموینې بهیر د ازموینو ملي ادارې مشرتابه او عامې روغتیا وزارت استازو له لوري وڅارل شو او یاده ازموینه په شفاف ډول واخیستل شوه. ۱۹/۱۰/۱۴۰۴