د ازموینو ملي ادارې له لوري د معالجوي طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو فارغانو د ۱۴۰۴کال دویم پړاو فعالیت جواز (ایګزیټ) ازموینه په بریالیتوب سره واخیستل شوه! د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال الحاج شیخ رحیم‌الله حقاني، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د افغانستان طبي شورا عمومي رئیس ډاکتر فقیر محمد زیار، د ازموینو ملي ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو، استادانو او ګډونوالو په حضور کې ترسره شول. د پرانیستې په غونډه کې د ازموینو ملي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال الحاج شیخ رحیم‌الله حقاني فارغانو ته مبارکي وړاندې کړه او زیاته یې کړه، چې تاسې خپله نظري دوره بشپړه کړې او اوس عملي مرحلې ته داخلېږئ. نوموړي د ډاکترانو مسلک یو مقدس خدمت وباله او ټینګار یې وکړ چې د انسانانو خدمت عبادت دی، نو باید د ټولو نیتونه خالص او د اخلاص پر بنسټ وي. هغه ډاډ ورکړ چې د ازموینو ملي اداره یوه شفافه اداره ده او ټولې ازموینې د متخصصو استادانو په همکارۍ په عادلانه او منظم ډول ترسره کوي. نوموړي ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د دوی حق به په هېڅ صورت ضایع نه شي او هر ګډونوال ته به د هغه د وړتیا پر بنسټ خپل حق ورکول کېږي. په همدې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې طبابت یوه مقدسه دنده وبلله او له فارغانو یې وغوښتل چې د خپل مظلوم ولس خدمت خپل اساسي هدف وګرځوي. هغه زیاته کړه چې د طبابت په برخه کې د اخلاقو مراعات خورا مهم دی او ډاکتران باید له ناروغانو سره د انساني اخلاقو له مخې ښه چلند وکړي. د افغانستان د طبي شورا عمومي رئیس ډاکتر فقیر محمد زیار د ازموینو ملي ادارې له هڅو مننه وکړه او ویې ویل، چې د طبابت مسلک له ټولو مسلکونو لوړ ارزښت لري. نوموړي ټینګار وکړ چې ډاکتران باید خپل علم او مهارتونه نور هم پیاوړي کړي او د انساني خدمت مسؤولیت په جدي توګه پر غاړه واخلي. د یادې غونډې پر مهال د کابل پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد صلاح‌الدین ایوبي هم د ایګزیټ ازموینې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د ډاکتر مسلک له انساني ژوند سره مستقیم تړاو لري، نو ځکه باید دا مسوؤلیت په ډېر دقت او مسلکي معیار ترسره شي. د پرانیستې له مراسمو وروسته د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموینې اړوند مهمې سپارښتنې وکړې. نوموړي د دې لیدنو پرمهال ګډونوالو ته د هر ډول شفافیت ډاډ ورکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل تر څو د ازموینې نظم په ښه شکل وساتي. د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۴ کال ایګزیټ ازموینې دویم پړاو ازموینه کې له ټول هېواد څخه د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځیو شاوخوا اووه زره(۷۰۰۰) تنو فارغانو ګډون کړی و، چې ازموینه یې په کابل پوهنتون کې په منظم، شفاف او عادلانه ډول واخیستل شوه.