د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموينه په شفاف او منظم ډول واخيستل شوه. د ازموينو عمومي ادارې له لوري د کابل پولي تخنيک پوهنتون د (اټوميخانيک انجنيري، سروې انجنيري، جيولوجي او کانونو د اکتشاف انجنيري، پطروليم انجنيري، هايدرو جيولوجي او جيولوجي انجنيري، ښاري پلان جوړونې او طراحي او ودانيو مهندسي) ماسټرۍ برنامو ازموينه نن سه شنبه(چنګاښ/سرطان ۳۰ مه) نېټه په ياد پوهنتون کې ترسره شوه. همدارنګه د دغه پوهنتون د (برېښنا انجنيري، نفت او ګاز د کيمياوي صنايعو انجنيري، هايدروليکي جوړښتونو انجنيري، د اوبو زېرمو هر اړخيز مديريت، ټرانسپورټېشن انجنيري، ودانيو د جوړښت انجنيري او د ودانيو انجنيرۍ مديريت) ماسټرۍ برنامو ازموينې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت پروسه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي او ازموينه به يې د راتلونکې جمعې په ورځ (زمري/اسد ۲ مه) نېټه واخيستل شي.