د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه ترسره شوه!
Published on: **2026-09-22 11:34:05** | Views: 14
د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه ترسره شوه!
د مالیې وزارت اړوند ديارلس بېلابېلو بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه نن (سه شنبه، وږي ۳۱ مه) نېټه، د ازموینو عمومي اداره کې پیل شوه، چې د مازديګر تر څلورو بجو پورې یې دوام درلود.
د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه د ازموینې ګډونوالو د هویت تثبیت او ازموینې شفافیت د لا پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.
د یادو بستونو ازموینه سبا (چهارشنبه، تلې لومړۍ) نېټه، په کابل پوهنتون کې اخيستل کېږي.