د ا.ا.ا عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د ۱۴۴۷/۳/۱۵ نېټې (۶۲۷/۱۷۶۳) ګڼه ځانګړي حکم پر بنسټ د ازموینو ملي ادارې اړوند پکتیا زون ازموینو چارو تنظیم آمریت اداري ودانۍ لپاره (۸) جریبه زمکه منظوره او رسماً ازموینو ملي ادارې ته وسپارل شوه. یاده زمکه چې د پکتیا مرکز ګردیز ښار اړوند پیرانو(علیه رحمه) کلي کې واقع ده، پرون د (۱۴۰۴/لیندۍ/۱۶ مه) د پکتیا ولایت مقام، مستوفیت، کانونو، اطلاعات او کلتور او اوبو او انرژۍ ریاستونو استازو په حضور کې، د پکتیا ولایت کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې یې څلورخواوې په نښه او د ازموینو ملي ادارې مرکزي او پکتیا زون آمریت مسؤولینو ته تسلیم شوه. ازموینو ملي ادارې مالي او اداري چارو رئیس مولوي عتیق الله شینواري او د خدماتو او تدارکاتو آمر مولوي محمد سرور حقاني د یادې زمکې انتقال پر مهال ازموینو ملي ادارې ته د ا.ا.ا امیرالمؤمنین(حفظه الله تعالی) د ځانګړې پاملرنې، د پکتیا ولایت کرهنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، ولایت مقام او ټولو اړوندو ادارو له همکاریو مننه وکړه او د زمکې منظوري یې د پکتیا زون ازموینو چارو آمریت او په ټوله کې د زون اړوند ولایتونو ځوانانو او خلکو لپاره د ډله ییزو ازموینو خدمتونو په برخه کې ګټور ګام وباله. ازموینو ملي ادارې تشکیلاتي پراختیا په موخه د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له مخې د هېواد په اووه ولایتونو (هرات، کندهار، پکتیا، کندز، بلخ، بامیان او ننګرهار) کې زوني دفترونه منظور شوي چې ورسره د ډله ییزو ازموینو په برخه کې د ادارې خدمات پراخه شوي او هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.