د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
Published on: **2026-09-03 11:23:09** | Views: 62
د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د بلخ پوهنتون د ماسټرۍ (مالي او حسابي چارې، دري ژبې او ادبیات، خصوصي حقوق، اګرانومي او تاریخ)، د تخار پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون)، د هرات پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون، سوداګرۍ اداره، دري ژبې او ادبیات او د کرنیزو فارمونو مدیریت) او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (د افغانستان تاریخ په منځنۍ دوره کې او بشري جغرافیه) برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې یې دوام درلود.
د یادونې وړ ده، چې د ذکر شويو برنامو ازموینه به سبا جمعه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۳مه) نېټه، په اړوندو پوهنتونونو کې او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموینو عمومي اداره کې اخيستل کېږي.