د ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل په ګډون د هېواد په (۲۵) ولایتونو کې د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوق‌الثانویه) ازموینې په بشپړ شفافیت سره واخیستل شوې. د یادو ازموینو پرانیسته نن په ننګرهار او بېلابېلو ولایتونو کې د ازموینو ملي ادارې د استازو، د امارتي پوهنتونونو مسؤولینو، د پوهنې وزارت اړوند د اسلامي تعلیماتو معینیت استازو او د بېلابېلو ادارو مسؤولينو په حضور کې ترسره شوه. د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني، په ننګرهار ولایت کې د ازموینې له بهیر څخه نظارت وکړ او یاده ازموینه یې د طلبای کرامو د علمي سویې د تثبیت او د هغوی د راتلونکو علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره یو مهم او اغېزمن ګام وباله. ښاغلي حقاني صاحب طلبای کرامو ته د ازموینې د روڼتیا او عدالت په اړه بشپړ ډاډ ورکړ او استادانو ته یې لارښوونه وکړه، چې داوطلبانو ته تخنيکي برخې لا روښانه کړي، څو ګډونوال د ازموینې له بهیر سره د نابلدتیا له امله د پوښتنو د حل پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي. همدارنګه ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې د ازموینې پوښتنې د متخصصو علماوو او تجربه لرونکو استادانو له لوري ترتیب شوي او ټول علمي او مسلکي معیارونه په کې په پام کې نیول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د طلبای کرامو د سویې تثبیت (ثانویه او مافوق‌الثانویه) ازموینې ته د هېواد له (۲۵) ولایتونو څخه نږدې (۸۰۰۰) تنو نوملیکنه کړې وه، چې نن جمعه (سلواغې ۲۴ مه) نېټه يې د هېواد په (۱۳) حوزو کې ازموينه واخيستل شوه.