د عامې روغتیا وزارت لومړي پړاو اړوند جامع (Comprehensive) تحریري ازموینې د ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو! د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند د جامع (Comprehensive) تحریري ازموینې د (اورتوپیدي اطفال، اورتوپیدي کاهل، جراحي اطفال، عقلي او عصبي (نظامي)، جراحي اوعیه، رادیولوژي او صحت رواني) رشتو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن یکشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۵مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري. د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې ترسره کېږي، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په منظم، شفاف او باوري ډول ترسره شي. د یادونې وړ ده، چې د یادو رشتو جامع (Comprehensive) تحریري ازموینه به سبا دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۶مه) نېټه، د ازموینو عمومي ادارې په مرکز کې واخیستل شي.