د کابل پوهنتون ماسټرۍ، حقوقي ستاژ او کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموينه په شفاف او منظم ډول واخیستل شوه. د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل پوهنتون ماسټرۍ «د جزا حقوق او جرم پېژندنه، عمومي ارواپوهنه، ښوونیز پلان او پالیسي او نبات ساتنه» برنامو، حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ «ښوونه او روزنه» برنامې ازموینه نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال وږي میاشتې په (۵مه) نېټه، په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر له مخې ترسره شوه. د یادې ازموینې د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې استازو، د اړوندو پوهنتونونو مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو. همدارنګه د مسؤولينو له لوري د ازموينې له صحنو څخه د ليدنې پرمهال د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې ستاسې حق به نه ضايع کېږي او دا اداره تل هڅه کوي، چې د شفافو ازموينو له لارې حق - حقدار ته وسپاري.