د کابل علمي څېړنو ادارې بستونو، د دفاع وزارت اړوند نظامي طب او هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د کانکور ازموینې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوې.
Published on: **2026-07-17 08:01:33** | Views: 112
د کابل علمي څېړنو ادارې بستونو، د دفاع وزارت اړوند نظامي طب او هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د کانکور ازموینې په شفاف او منظم ډول واخیستل شوې.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل علمي څېړنو ادارې بستونو ازموینه، دفاع وزارت اړوند نظامي طب او هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د کانکور ازموینه نن جمعه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په (۲۶مه) نېټه په کابل پوهنتون کې د بشپړ شفافیت، عدالت او منظم بهیر له مخې ترسره شوې.
د یادو ازموینو د پوښتنو صندوقونه د ازموینو عمومي ادارې د اداري او تخنیکي چارو مرستیال الحاج شیخ رحیمالله حقاني، د دې ادارې استازو، د کابل پوهنتون مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شول، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه د روڼتیا او باور په فضا کې ترسره شي.
د دغو ازموینو لپاره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پر شرایطو برابر داوطلبانو ګډون کړی وو، چې د ازموینو عمومي ادارې له لوري یې ازموینې د ټاکل شویو اصولو، معیاري کړنلارو او شفافو پروسو له مخې واخیستل شوې.