د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو!
Published on: **2026-07-20 05:35:07** | Views: 19
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر پیل شو!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن دوشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په (۲۹مه) نېټه د سهار له (۷) بجو څخه پیل، چې د مازدیګر تر (۴) بجوپورې به دوام ولري.
په دې بهیر کې د ماسټرۍ برنامو د ازموینې د ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو پروسو له مخې ثبتېږي، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په بشپړ شفافیت، دقت او عدالت سره ترسره شي او د ګډونوالو حقونه خوندي پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه به سبا سهشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ/سرطان میاشتې په (۳۰مه) نېټه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې واخیستل شي.