د کابل پوهنتون ماسټرۍ او حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
Published on: **2026-08-26 05:09:06** | Views: 5
د کابل پوهنتون ماسټرۍ او حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر پیل شو.
د کابل پوهنتون ماسټرۍ(د جزاء حقوق او جرم پېژندنه، عمومي ارواپوهنه، ښوونیز پلان او پالیسي او نبات ساتنه) برنامو او حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ(ښوونه او روزنه) برنامې ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۴مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري.
د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې ترسره کېږي، ترڅو د ازموینې ټول پړاوونه په منظم، شفاف او باوري ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د پورته یادو شویو برنامو ازموینه به سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۵مه) نېټه واخیستل شي.