د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد د ماموریت مشر او شارژدافیر سادین اییلدز سره ولیدل. په یاده لیدنه کې د افغانستان او ترکیې هېواد په دوستانه اړیکو، ګډو اسلامي ارزښتونو او افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هېواد په همکاریو خبرې وشوې. د ازموینو عمومي ادارې عمومي رئیس الحاج دوکتور شیخ عبدالباقي حقاني د ياد هېواد له کړنو مننه وکړه او وویل: افغانستان او ترکیه ګډ اسلامي ارزښتونه لري او افغانستان تل هڅه کړې، چې په اسلامي نړۍ کې د ترکیې هېواد له علمي تجربو څخه ګټه پورته کړي. ښاغلي حقاني د ازموینو عمومي ادارې د تخنیکي سیستمونو لا پیاوړتیا او د ازموینو په برخه کې د نوښتونو رامنځته کولو په موخه د ترکیې هېواد همکاري اړینه وبلله. په دغه ناسته کې ترکیې هېواد شارژدافیر سادین اییلدز د خپلو خبرو پرمهال افغانستان سره په بشري، تعلیمي او تحصیلي برخو کې د کړو همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ازموینو عمومي ادارې سره په تخنیکي برخه کې د لا ډېرې همکارۍ ژمنه یې وکړه.