د کابل پوهنتون ماسټرۍ او حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر ترسره شو. د کابل پوهنتون ماسټرۍ(د جزاء حقوق او جرم پېژندنه، عمومي ارواپوهنه، ښوونیز پلان او پالیسي او نبات ساتنه) برنامو او حقوقي ستاژ او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ(ښوونه او روزنه) برنامې ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۴مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شوی و، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې يې دوام درلود. د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د ازموینو عمومي ادارې د ټاکل شویو اصولو له مخې، له ازموينې وړاندې ترسره کېږي، څو ازموينه په منظم او شفاف ډول ترسره شي. د يادو برنامو ازموینه به سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۵مه) نېټه واخیستل شي.