د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینه واخیستل شوه!
Published on: **2026-09-07 07:20:22** | Views: 9
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینه واخیستل شوه!
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) د (اورتوپیدی اطفال، اورتوپیدی کاهل، جراحی اطفال، عقلی و عصبی «نظامي»، جراحی اوعیه، رادیولوژی و صحت روانی) څانګو تحریري ازموینه نن (دوشنبه، وږي ۱۶ مه) نېټه، د ازموینو عمومي اداره کې واخیستل شوه.
د دغې ازموینې د پوښتنو صندوق د عامې روغتیا وزارت استازو، د دې ادارې مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو او د ازموینې له صحنو څخه جدي څار ترسره شو.
د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) دویم پړاو د (جراحی اعصاب، جراحی سوختگی و پلاستیک، جراحی صدری، جراحی قلب، داخله قلبی او یورولوژی) څانګو تحریري ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر به د روانې اوونۍ پنجشنبې په ورځ(وږي ۱۹ مه) نېټه، په ازموینو عمومي اداره کې ترسره شي.