د مالیې وزارت اړوند بستونو رقابتي ازموینه په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
Published on: **2026-06-29 08:55:14** | Views: 241
د مالیې وزارت اړوند بستونو رقابتي ازموینه په شفاف او منظم ډول ترسره شوه.
د مالیې وزارت اړوند د پنځو تخصصي بستونو رقابتي ازموینه نن دوشنبه(چنګاښ ۸ مه) نېټه، د ازموینو عمومي ادارې په تالار کې په منظم او شفاف ډول واخیستل شوه.
د یادې ازموینې د پوښتنو صندق د دې ادارې مسؤولینو، ممتحن استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شو.
په دغه رقابتي ازموینه کې د مالیې وزارت اړوند د (متخصص دیزاین سترکچر پروژه های گمرکی، متخصص دیزاین آبرسانی و کانالیزاسیون پروژه های گمرکی، متخصص مهندسی پروژه های گمرکی، متخصص دیزاین برق پروژه های گمرکی و کارشناس تحلیل بودجه ولایتی) بستونو لپاره په شرایطو پوره داوطلبانو ګډون کړی وو.
د ازموینو عمومي ادارې د اصولو له مخې د یادو داوطلبانو د بایومتریک معلومات تېره ورځ یکشنبه(چنګاښ ۷مه) نېټه ثبت شول، څو د ازموینې بهیر لا منظم او شفاف شي.
د ازموینو عمومي اداره ژمنه ده، چې ټولې ډلهییزې او رقابتي ازموینې د شفافو او معیاري پروسو، عدالت، امانتدارۍ او مسلکي اصولو له مخې تنظیم او ترسره کړي، ترڅو وړ اشخاص اړوندو ادارو ته ور وپېژني.