د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو.
Published on: **2026-07-08 12:07:28** | Views: 147
د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر په بریالیتوب سره ترسره شو.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د مالیې وزارت اړوند بستونو ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن چهارشنبه، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په (۱۷مه) نېټه، د سهار له (۶) بجو څخه پیل او د مازدیګر تر (۴) بجو پورې په منظم، شفاف او معیاري ډول ترسره شو.
په دې بهیر کې د ازموینې ټولو ګډونوالو بایومتریک معلومات د ازموینو عمومي ادارې د اصولو، تخنیکي معیارونو او شفافو کړنلارو له مخې ثبت شول، ترڅو د ازموینې بهیر له هر ډول ستونزو پرته، په بشپړ عدالت، دقت او اعتبار سره ترسره شي.
د مالیې وزارت اړوند بستونو رقابتي ازموینه به سبا پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د سرطان میاشتې په (۱۸مه) نېټه، په کابل پوهنتون کې واخیستل شي