د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینې واخیستل شوې.
Published on: **2026-09-04 07:22:32** | Views: 55
د بلخ، تخار، هرات او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د ماسټرۍ برنامو ازموینې واخیستل شوې.
د ازموینو عمومي ادارې له لوري د بلخ پوهنتون د ماسټرۍ (مالي او حسابي چارې، دري ژبې او ادبیات، خصوصي حقوق، اګرانومي او تاریخ)، د تخار پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون)، د هرات پوهنتون د ماسټرۍ (فقه او قانون، سوداګرۍ اداره، دري ژبې او ادبیات او د کرنیزو فارمونو مدیریت) او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ (د افغانستان تاریخ په منځنۍ دوره کې او بشري جغرافیه) برنامو ازموینې نن جمعه، د ۱۴۰۵ کال د وږي میاشتې په (۱۳مه) نېټه، په اړوندو پوهنتونونو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه په ازموینو عمومي اداره کې په منظم او شفاف ډول واخیستل شوې.
د یادو برنامو ازموینو د پوښتنو صندوق د ازموینو عمومي ادارې استازو، د اړوندو پوهنتونونو مسؤولینو، استادانو او د ازموینې ګډونوالو په حضور کې پرانیستل شول.
همدارنګه د مسؤولينو له لوري د ازموينې له صحنو څخه د ليدنې پرمهال د ازموينې ګډونوالو ته ډاډ ورکړل شو، چې ستاسې حق به نه ضايع کېږي او دا اداره تل هڅه کوي، چې د شفافو ازموينو له لارې حق - حقدار ته وسپاري.